د اسلامي نړۍ د پيوستون ټولنې (رابطة العالم الإسلامي) مشر ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر وروستيو پرمختګونو، د اسلامي نړۍ پر يووالي او ورپېښو ننګونو هراړ خيزې خبرې شوې دي.
مولوي امير خان متقي د فتحې پر مهال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله لخوا د عمومي عفوې سياست، د امنيت او ثبات ټينګښت او په هېواد کې په ديني او معنوي برخو کې اصلاحات د اسلامي امارت له لاستهراوړنو ګڼلي دي.
نوموړي همداراز له اسلامي نړۍ سره په ګڼو برخو کې د افغانستان د حکومت پر نږدې اړيکو ټينګار کړی دی.
ښاغلي متقي د اسلامي نړۍ په نږدېوالي کې د سعودي عربي مملکت رول مهم ياد کړی او داسلامي نړۍ ترمنځ يې نږدې همغږي او همکاري مهمه بللې ده.
ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی په افغانستان کې وروستي پرمختګونه، په ځانګړې توګه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله لخوا د عمومي عفوې ستاينه کړې او دا يې د اسلام د مبارک دين يوه ځانګړې پېرزوينه بللې ده.
دغهراز نوموړي افغانستان په اسلامي نړۍ کې د ځانګړي اهميت لرونکی بللی او د افغانستان اسلامي امارت سره د رابطة العالم الإسلامي ترمنځ منظمې اړيکې او غونډو کې یې د استازو ګډون مهم بللی دی.
په پای کې دواړو لوریو د دا ډول ناستو او د تګ او راتګ پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

