د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطة العالم الاسلامي) رییس شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع هم ګډون درلود.
ملا محمد حسن اخوند یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، خدای دې وکړي چې دا سفر د اړیکو د پراختیا او همکاریو د دوام لامل شي.
د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس افغانستان ته په خپل راتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان زموږ او اسلامي نړۍ په زړونو کې ځای لري او موږ د افغانانو پر وړاندې د اسلامي ورورولۍ احساس کوو، اسلامي امت دغسې ناستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان ډېر لوی تاریخ لري او دعا کوو چې خدای تعالی دې دغه شته امنیت او اسلامي نظام ته بقا او دوام ورکړي.
شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی ویلي، د دې اړتیا ده چې افغانستان له دنیا سره يو ځای او په ګډه مخته تګ وکړي، په دې کې شک نشته چې یو لړ چلینجونه به وي، لکه خوارج چې اسلامۍ نړۍ ته یې تاوان رسولی او د مسلمانانو نوم یې بد کړی، د دوی پر وړاندې مبارزه کې موږ له تاسو سره یوو.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې ډېر ستر او جید علما دي، موږ غواړو د افغانستان علماء د رابطة العالم الاسلامي په شورا او دغه راز په ټولو لویو کنفرانسونو کې ګډون وکړي.
ښاغلي العیسي د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا رییس ته په خطاب کې ویلي، تاسو یو غښتلی د بهرنیو چارو وزیر لری، چې په مکه مکرمه کې ما ورسره کتنه درلوده او له افغانستان سره یې زموږ مینه لا زیاته کړه. د اسلامي ورورولۍ په پیاوړتیا کې د نوموړي هلې ځلې د قدر وړ دي.
د اسلامي امارت رییس الوزرا د افغانستان او سعودي عربستان تاریخي اړیکو او همکاریو ته په اشارې ویلي، سعودي عربستان د تاریخ په اوږدو کې په ځانګړي ډول د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په کلونو کې له افغانانو او مجاهدینو سره ډېرې همکارۍ کړي او موږ یې د هغه ملاتړ قدرداني کوو.
نوموړي زیاته کړې، له ستونزو څخه د اسلامي امت په راوتلو کې د علماوو مسوولیت تر عامو مسلمانانو حتی تر حکومتونو هم زیات دی، ځکه دوی د انبیاوو وارثان دي.
ملامحمد حسن اخوند ویلي، علما دې د خپل معنوي او روحاني نفوذ له لارې د خپلو هېوادونو په حاکمانو فشار راوړي، چې د مسلمانانو د ستونزو د حل په برخه کې ملموس اقدام وکړي.
همدارنګه نوموړي په فلسطین کې د صهیونستي رژیم له لوري په بې رحمۍ، ظلم او وحشت د مسلمانانو شهیدانولو ته په اشارې زیاته کړې، ټوله اسلامي نړۍ سره له دې چې وسایل او امکانات لري، د دغه روان وحشت او لوی غم په مقابل کې خاموش دي. خدای تعالی دې د نړۍ په مسلمانانو کې د فلسطین له مظلومو خلکو سره د همکارۍ روحیه پیدا او غښتلې کړي.
ملا محمدحسن اخوند د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د رییس سفر ته په اشارې ویلي، خدای تعالی دې ستاسو دا سفر د مسلمانانو د اتفاق، د ستونزو د حل، زموږ او تاسو د دوامدار تګ او راتګ، اړیکو او همکاریو لپاره مثمر وګرځوي او په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، خدای تعالی دې ورته ثبات او استحکام نصیب کړي.
نوموړي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړې او د یاد سازمان له رییس څخه یې غوښتي، چې له خپل نفوذ څخه په استفادې دې د حج فریضې د ادا کولو لپاره د افغان حاجیانو د سهم د زیاتوالي غوښتنه له اړوندو مقاماتو سره مطرح کړي.
د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا له څرګندونو څخه په مننې ویلي، تاسو په خپلو خبرو کې د علماو په موثر او فعال رول باندې ډېر ټینګار وکړ، خو متاسفانه چې د اسلامي نړۍ اعلامیې زیاتې، خو عملي کار یې کم دی.
نوموړي زیاته کړې، په افغان ولس کې موږ د اسلامي نړۍ امتداد وینو او د امت مهمه برخه یې بولو، د غزې د مسلمانو وضعیت دردونکی دی، دا د نسل وژنې څرګنده بېلګه ده او موږ تل په دې اړه خپل غبرګون په صراحت څرګند کړی او هلته روان ظلم او وحشت مو غندلی دی.
شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی په ټینګار سره ویلي، موږ له اسلامي امارت سره ولاړ یوو، الله تعالی دې امارت، مسوولین او افغان ولس وساتي، خدای دې لا ډېر توفیق او بریاوې ورکړي، موږ ورباندې ویاړو.
دغهراز نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغان حاجیانو د سهمیې د زیاتوالي په اړه به ستاسو وړاندیز له اړوندو مسوولینو سره مطرح کړم او هیله ده چې پاملرنه ورته وشي.
د اسلامي امارت رییس الوزرا محمدحسن اخوند له شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی څخه غوښتي، چې د ده سلامونه او نېکې هیلې د سعودي عربستان مقاماتو او علماوو ته ورسوي او همدارنګه یې د دغه ډول سفرونو، اړیکو او همکاریو د دوام هیله څرګنده کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د لیدنې په پای کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس د کعبې شریفې پوښ، رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته د متبرکې تحفې په توګه ورکړی دی.

