د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په ملي پراختیا شرکت کې د څو تولیدي کارخونو کمپلکس پرانیستل شو.
ملاعبدالغني برادر اخوند د تولیدي کارخونو د دغه کمپلکس بیا فعالول د داخلي تولیداتو او صنایعو د ودې او پراختیا په برخه کې بنسټیز ګام بللی او ویلي یې دي، چې په دې سره به پر بهرنیو تولیداتو د افغانستان تکیه راکمه او د کورني صنعت په پیاوړتیا او پراختیا کې به د پام وړ مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد کمپلکس کې به ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي، د سیمه ییزو او بهرنیو بازارونو په نسبت به هېوادوالو ته په ارزانه بیه تولیدات وړاندې شي او په لویه کې به دغه کمپلکس د هېواد د ملي اقتصاد په تقویه کې موثر رول ولوبوي.
ښاغلي برادر اخوند یوځل بیا پر ټولو پانګوالو او سوداګرو غږ کړی، چې راشي او په کور د ننه خپل ګران هېواد افغانستان کې پانګونه وکړی.
د نوموړي په وینا، اوسمهال په افغانستان کې د هر ډول لویو، متوسطو او کوچنیو پانګونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د ملي پراختیا شرکت له مسوولینو مننه کړې، چې دغه تولیدي کارخونې یې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعالې کړې او له هغوی یې په ټینګار غوښتي، چې هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د تولیدي کارخونو دغه کمپلکس اوسمهال د قوش تېپې کرنیزو کمپلکسونو لپاره د ماشین الاتو او کرنیزو وسایلو، د صنعتي او کوچنیو کارخونو ماشین الاتو، د ترانسپورټي وسایطو، د فلزي عناصرو، د برېښنایي وسایلو، د بېلا بېلو پرزه جاتو او د کانالونو او اوبو بندونو د دروازو د قطعاتو په ګدون ۱۰۵ ډوله تولیدات کوي، چې یوشمېر تولیدات یې نندارې ته هم وړاندې شوي دي.

