د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو ۶۳ تولیدي کارخونې فعالیت کوي.
دا فابریکې چې ۲ زره او ۳۵۶ قلمه بېلابېل درمل تولیدوي، په کور د ننه له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنې د هېواد اړتیا پوره کوي. سربېره پر دې د یادو فابریکو تولید شوي درمل د کیفیت له اړخه خورا ښه ګنل شوي دي.
اقتصادي معاونیت زیاتوي، چې د درملو سکټور د ملاتړ په موخه یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
- د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو د قاچاق مخنیوي په موخه قانون جوړ شوی.
- د هېواد په کچه په ټولو صنعتي پارکونو کې د درملو تولیدي کارخونو ته ځمکه ورکول کېږي.
- د هغو درملو پر وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شوې، چې په کور د ننه تولیدېږي.
- په کور د ننه د تولید شویو درملو کارولو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
- د درملو تولیدي کارخونو ته د اړتیا وړ برېښنا چمتو شوې ده.
د ریاستالوزار اقتصادي معاونیت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د درملو په سکټور کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر کړي او په دې برخه کې یې پانګوالو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

