ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس کابل ته را ورسېد

د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطه العالم الاسلامي) رییس شیخ ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه رسمي سفر کابل ته را ورسېد.

‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په ارګ کې د نوموړي هرکلی وکړ.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسلامي امارت محترم ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند به له نوموړي سره وګوري او د اسلامي امارت او د یاد سازمان ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او د اسلامي نړۍ د شته مسایلو او حل لارو په تړاو به خبرې وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس به د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره هم جلا کتنې ولري.