د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یادې اکاډمۍ مرستیال مولوي امیرجان ثاقب د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې پر ۲۰۶ علمي-څېړنیزو پروژو کار کړی دی.
سربېره پر دې ۱۴ علمي اثارو ژباړل شوي، له ۲۰۰ ډېرې علمي-څېړنیزې مقالې تالیف او ۳۶ علمي پروژې تایید شوې دي.
د ښاغلي ثاقب په خبره، د ۷ علمي–څېړنیزو سمینارونو جوړول، د ۶۷ علمي کنفرانسونو وړاندې کول او د ۳۰ علمي–څېړنیزو پروژو دفاع یې د تېر کال په مهمو فعالیتونو کې شامل دي.
د دې تر څنګ د علومو اکاډمۍ مسولینو ویلي، چې د دري ادبياتو دايرة المعارف لومړى جلد بشپړ شوی او د ماشومانو او تنكيو ځوانانو لپاره د دايرة المعارف د تاليف تر څنګ د اسلامي بانکدارۍ بشري، اسلامي او طبيعي علومو دايرة المعارفونه هم اصلاح شوي دي.
د عمان او چین په هېوادونو كې نړيوالو سيمينارونو ته د اکاډمۍ د غړو لېږل او د ایران اسلامي جمهوريت له ملي كتابتون او پوهنتونونو سره د پینځو علمي هوکړه ليكونو لاسليك د ظرفيت لوړونې په برخه کې د دې ادارې د هڅو ښکارندوی ښودل شوي دي.
دغهراز د بېلابېلو هېوادونو د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو ته د ۱۰ کسان ور پېژندل، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړول او د علومو اکاډمۍ د ۲۶ استادانو ترفیع د دې ادارې مهم اقدامات ګڼل شوي دي.
همدارنګه ستراتیژیک پلان ترتیب شوی او د تطبيقي پالیسیو د تدوین او د بېلابېلو برخو لپاره هر اړخیز پروپوزلونه بشپړ شوي دي.

