ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت کې څه‌باندې ۶۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادارت شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
یاده اداره وايي، د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۶۳.۱ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۳۷.۲ ميليون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په غويي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۲.۷ میلیون ډالر و؛ د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د غويي میاشتې په پرتله ۳۹.۵ ميليون ډالره کموالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۲۴۴ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي مياشت کې د ۳۰۶.۸ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی په‌کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.

د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.