ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران له درېیو اروپايي هېوادونو سره د اټومي مذاکراتو د پیل هوکړه کړې ده

د راپورونو له مخې، ایران له درېیو اروپایي هېوادونو (جرمني، فرانسې او برېتانیا) سره د اټومي مذاکراتو د پیل په تړاو هوکړه کړې ده.

یادو درېیو هېوادونو خبرداری ورکړی و، چې که ایران اټومي خبرې اترې پیل نه کړي له نویو نړیوالو بندیزونو سره به مخ شي.

د دوی تر منځ خبرې اترې ښايي راتلونکې جمعه د ترکیې په استانبول کې پیل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي رسنیو ته ویلي، چې د ایران، برېتانیا، جرمني او فرانسې تر منځ خبرې اترې به د بهرنیو چارو د مرستیالو وزیرانو په کچه وشي.

دې درېیو اروپايي هېوادونو ویلي، چې که د ایران او امریکا تر منځ اټومي مذاکرات بېرته پیل نشي او یا مشخصې پایلې ته ونه رسېږي، نو د اګسټ تر پایه به پر تهران د ملګرو ملتونو له لوري وضع شوي بندیزونه بېرته ولګوي.

ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په تړاو پینځه پړاوه غیرې مستقیمې خبرې اترې کړې دي. د دواړو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات پر ایران د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل وروسته وځنډېدل، چې لا یې هم د پيل کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

ایران د اسرائیلو په بریدونو کې امریکا په لاس لرلو تورنه کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې اسماعیل بقایي ویلي وو: “د تېري کوونکي تر ټولو ستر ملاتړي او ملګري سره خبرې اترې بې‌مانا دي.”

د ایران او اسرائیلي رژیم د جګړې په جریان کې امریکا هم د ایران پر درېیو اټومي سایټونو (فوردو، نطنز او اصفهان) بریدونه وکړل او د هغوی د له منځه وړلو ادعا یې وکړه. ایران هم په ځوابي برید کې د قطر پر العدید امریکايي اډه برید وکړ. بالاخره د ښکېلو اړخونو له لوري د روان زېږدیز کال د جون پر ۲۴مه اوربند وشو.