ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۱۰۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

ټولګټو وزارت وایي؛ چې په تېره یوه اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۳ زره او ۴۶۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۷۵ زره او۴۹۵ ټنه، د اقینې بندر له لارې اته زره او ۷۲۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې  ۱۲ زره او ۲۷۲ ټنه او د خواف-هرات له لارې شپږ زره او ۹۷۳ ټنه، چې ټولټال  ۱۰۳ زره او ۴۶۶  ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه یې صادرات دي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۹۳ صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي،په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.