د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د صنعت کارانو د رسنیزو ستونزو د حل او د هغوی د فعالیتونو د انعکاس په موخه د دې وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د افغانستان ملي راډیو تلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت او د صنعتکارانو ټولنې د مسولینو ترمنځ ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د صنعتکارانو ټولنې رییس او غړو يي د خپلو فعالیتونو د خپرولو او سوداګريزو اعلاناتو د فیس کمولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورتهمهال د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي او د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
دوی زیاته کړه، چې نږدې راتلونکي کې به په ملي راډيو تلويزيون کې د صنعتکارانو د فعالیتونو په اړه د عامه پوهاوي په موخه ناسته ترسره شي، تر څو د صنعت کارانو د فعالیتونو په اړه د خلکو د معلوماتو، پېژندنې او پوهاوي کچه لوړه شي او دوی د اقتصادي، تولیدي او ټولنیز رول له لارې خلکو ته وروپېژندل شي.

