ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: ازموينې د پټو استعدادونو د راڅرګندېدو او د انسانانو په ژوند کې د ودې زمينه برابروي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي په بريالي ډول د سږنۍ کانکور ازموينې د ترسره کولو له امله د ازموينو ملي ادارې هڅې وستايلې او ټولو هغو ګډونوالو ته يې مبارکي وويله، چې د کانکور ازموينې له لارې د هېواد تحصيلي بنسټونو ته بريالي شوي دي.

نوموړي د کلام الله مجيد او نبوي احاديثو په استناد د الهي اوامرو پر وړاندې د حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسماعيل (ع) په څېر د انسانانو په ژوند کې د ازموينو اهميت وستايه او ټينګار يې وکړ، چې ازموينې د پټو استعدادونو د راڅرګندېدو او د انسانانو په ژوند کې د ودې زمينه برابروي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال د خپلو خبرو په پای کې، هغو زده کوونکو ته چې د کانکور په سږنۍ ازموينه کې يې غوره نومرې اخيستي او د ځان، کورنۍ، ښوونکو او خلکو د سرلوړي لامل شوي د مبارکۍ ترڅنګ وويل، هيله لرو دغه ځوانان وکولای شي پخپلو هڅو پوهه ترلاسه او پخپل لوړ ظرفيت اسلامي نظام، ملت او هېواد ته د غوره خدمت مصدر وګرځي.