په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د یاد هېواد مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د افغاني زراعتي محصولاتو لکه وچو او تازه میوو او نورو
صادراتو لپاره د بازارموندنې او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې شوې دي.
همداراز، د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې پر فرصتونو او د افغاني محصولاتو د نندارتونونو د جوړولو په اړه هم
نظرونه شریک شوي دي.

