سره له دې چې په غزه کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی، خو اسراییلي اشغالګر د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی.
د الجزيرې د راپور له مخې، صهيونيستي رژيم پرونيو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ فلسطينيان شهيدان کړي دي.
د دغو قربانيانو له ډلې ۹۲ تنه د اشغالګرو ځواکونو لخوا د مرستو د وېش مرکزونو ته نېږدې نېغ پر نېغه په ډزو شهیدان شوي دي.
روغتیايي سرچينو هم تایيد کړې، چې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ کسانو د لوږې امله ژوند بایللی.
د خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د لوږې بحران بې ساري کچې ته رسیدلی او په هرو درېیو کسانو کې یو یې په ورځو کافي خواړه نه لري.

