ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌ الدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته؛ هره ستونزه د باور فضا په رامنځته کېدو سره د حل وړ ده

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌ الدین حقاني د پاکستان د کورنيو چارو له وزیر سيد محسن نقوي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، ارشد مرستیال مولوي محمد ابراهيم صدر، له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستیال مولوي سیدالله حماس او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون درلود.

خلیفه سراج‌الدین حقاني افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره ګټور بللی او ویلي یې دي، چې هره ستونزه د باور او اعتماد فضا په رامنځته کېدو سره د حل وړ ده.

نوموړي له افغان کډوالو او بندیانو سره پر ښه چلند او هغوی ته د اړينو اسانتياوو پر برابرولو ټینګار کړی.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، موږ دوه مسلمان ګاوندي هېوادونه یو، ګڼ شمېر مشترکات لرو او د ښه تعامل د بنیاد لپاره ډېر دلایل شته.

ورته‌مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزير، د امنیت او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخيزه همکاري اړينه بللې او د ګډو همکاريو د پياوړتيا ژمنه یې کړې ده.

محسن نقوي زياته کړې، چې سوداګرو او عامو خلکو ته به اړینې اسانتياوې رامنځته کړي او ژمنه یې کړې، چې د ستونزو په حل کې به له اسلامي امارت سره په ګډه کار وکړي.