ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مس عینک کې موندل شوي تاریخي اثار د لوګر سیمه‌‌ییز موزیم ته ولېږدول شول

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رییس سید ذبیح‌الله سادات وایي، چې ۶۰ تاریخي اثار د لوګر ولایت سیمه‌‌ییز موزیم ته ولېږدول شول.

دغه اثار د خټو، ډبرو، فلزاتو او ښیښو څخه جوړ شوي، چې نه یوازې د تېرو وختونو د شتمن او بډای تاریخ څرګندونه کوي، بلکې د اوسنۍ ټولنې په کلتوري او ټولنیزه پېژندنه کې هم مهم رول لوبوي.

په دې اثارو کې خُمونه، کوچنۍ خټينې کوزې، جامونه او قدحونه، بېلابېل ډول څراغونه، د مسو ځنځیرونه، لاسبندونه، عقیق او لاجورد، عاج او له هډوکو جوړ وسایل شامل دي، چې د هغه وخت د خلکو د ورځني ژوند، هنر او صنعت څرګندونه کوي.

مسولین وايي، چې د لوګر سيمه‌ييز موزيم ته د دې لرغونو اثارو لېږدول نه یوازې یو مهم فرهنګي اقدام دی، بلکې د ملي هویت د پیاوړتیا، د ځوان نسل لپاره د معلوماتو او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره هم بهترینه وسیله بلل کېږي.