د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون نوبتي غونډه وکړه.
د غونډې په پيل کې د خپرونو چارو مرستیال او د کمېسيون مشر په هېواد کې د رسنيو په عمومي وضعيت خبرې کړې او تر څنګ يې د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون تېرې غونډې او پرېکړې ارزولې دي.
همدا راز د غونډې په جريان کې د روزګان د دهراوت غږ راډيو موضوع، د خبريالانو د مالي ملاتړ صندوق د ۱۴۰۳ کال د مالي راپور ارزونه او کمېسيون ته د رارسېدليو ځينو نورو اړوندو مسايلو ارزونه شوې، چې د کمېسيون غړو خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړي او د مسايلو په تړاو اړینې پرېکړې شوې دي.

