د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص د “World Vision” نړیوالې مرستندویه موسسې له ستر سلاکار ښاغلي آروون او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د چاپېریالي همکاریو، اقلیمي بدلون او بنسټیزو پرمختیایي پروژو د پلي کېدو پر امکاناتو مفصل بحث او خبرې کړې دي.
د World Vision پلاوي د ادارې له خوا د اقلیم او چاپېریال په برخه کې د وروستیو پرمختګونو، تګلارو او سیمهییزو همکاریو یادونه کړې او ویلي یې دي، چمتو دي تر هغې کچې چې ممکن وي له افغان حکومت سره همکاري پراخه کړي.
مولوي مطیعالحق خالص د یادې موسسې له مسولینو مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغان حکومت او خصوصاً د چاپېریال ملي اداره د نړیوالو ادارو او موسسو د علمي، تخنیکي او مالي همکاریو غوښتونکې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، د طبیعي منابعو د ضایع کېدو او د چاپېریال د ککړتیا له کبله جدي هڅو ته اړتیا لري او دا ډول نړیوالې ادارې د افغان ملت اغیزمن او پایدار ملاتړ کولای شي.
په لیدنه کې همداراز د راتلونکو همکاریزو پلانونو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو، د طبیعي افتونو پر وړاندې د ټولنو چمتووالي، د شنو ساحو پراختیا، د معلوماتو د شریکولو او پر مطرح شویو پروژو هر اړخیز بحث شوی دی.
په پای کې دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د متقابلو همکاریو د پیاوړتیا لپاره به ګډ تخنیکي ټیمونه جوړ کړي او د مشخصو پروژو د طرحې او پلي کېدو لپاره به د اړین تفاهم په فضا کې کار ته دوام ورکړي.

