ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل ښاروالي: تېر کال په کابل کې له ۸۳ کیلو متره ډېر سړکونه جوړ شوي

کابل ښاروالۍ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزي د دې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې تېر کال په کابل ښار کې ۸۳.۸۵ کیلو متره سړکونه جوړ شوي او له ۵۸ کیلو متره مربع زیات نور بیا رغول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې کابل ښاروالۍ په همدې موده کې د ۱۲۰ نویو پروژو تخنیکي اسناد ترتیب کړي او له ۸۰۰ زیات د ودانۍ جوازونه یې صادر کړي دي.

د ښاغلي بارکزي په وینا، د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره په کابل ښار کې یو زر او ۸۶ ملکیتونه استملاک شوي او شاوخوا یو میلیون د ونو نیالګي کېنول شوي او پر ۲۰ زره متره مربع ځمکه چمنونه هم کرل شوي دي.

کابل ښاروالۍ په وروستي یوه کال کې د ښار د پاکوالي، شنه‌والي او چاپېريالي روغتیا د خوندیتوب په موخه د کابل ښار له بېلابېلو ناحيو څخه ۴۵۵ زره او ۷۷۲ ټنه کثافات، ۳۸ زره او ۷۸۸ متره مكعب فاضلاب او ۱۵ زره او ۸۹ متره مكعب اضافي او به ټولې او لېږدولې دي. سربېره پر دې ۱۹ زره او ۹۲۵ کوڅه ډبه سپي واکسین او نیول شوي

مسولینو ویلي، چې تېر کال ۲۳۴ زره او ۴۹۸ کیلو ګرامه تاریخ تېره او بي كيفيته توكي راټول شوي او ۱۸۸ زره او ۵۸۸ كيلو ګرامه خراب خوراكي توكي له منځه وړل شوي دي.

دغه‌راز د کابل ښار په ۲۲ ناحيو كې له ۵۰۱ ودانيو څخه، ۳ زره او ۸۴ ځله نظارت شوی، د ۱۲۹ ناقانونه ودانيو جوړولو چارې درول شوې او ۳ زره او ۳۰۳ ودانیزې سرغړونې په سیسټم کې ثبت شوې دي.

د دې تر څنګ د ټولګټو پروژو د پلي کېدو لپاره تېر کال ۱۰۸۶ جایدادونه استملاك او مالکانو ته يې څه باندې ۱.۷ میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي.

د مهمو څلور لارو ښكلا او ترميم، د ښاري فوارو بيا رغونه او د عامه ځايونو جوړول او ترمیم په وروستي يوه کال کې د دې ادارې له څرګندو فعاليتونو څخه دي.