د کور او ښار جوړولو وزارت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې له ۸۷ زره زیاتو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د کډوالو لپاره د ۲۱ ښارګوټو تفصیلي پلانونه چمتو شوي او د ۱۳ نورو ښارګوټو د تفصیلي پلانونو د جوړولو چارې روانې دي.
د نوموړي په وینا، د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د قطر استوګنیزي پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې شوې دي. دغهراز د نیلهباغ پروژې چارې ۳۵ سلنه او د تهیه مسکن د دویم بلاک پروژې بیا ۸۰ سلنه پر مخ تللې دي. د کابل ښار كارته نو سيمه کې د رحمان مېنې پروژې چارې هم دوام لري.
سربېره پر دې د هېواد په کچه له څه باندې ۴۴۳ ودانیزو پروژو څخه څارنه شوې او د ۳ زره او ۸۲۶ خپلسرو ودانيزو فعاليتونه مخه نيول شوې ده.
د عامه ځايونو لپاره د څه باندې ۳۰۰ نقشو طرحه او ډيزاين، د تاريخي سيمو سروې او د تاريخي ابداتو د ساتنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري د دې وزارت له نورو فعاليتونو څخه دي.

