د لغمان ولایت په اليشنګ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۲۷ کلنه خونړۍ شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امريت او اړوندو ادارو په هڅو پای ته ورسېده.
په دې شخړه کې د دواړو لوریو له خوا شاوخوا ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي وو.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د څه کم درې لسیزو راهیسې د دغې خونړۍ شخړې د حل په موخه یو ګډ هییت سیمې ته واستول شو.
په یاد پلاوي کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کارکوونکو چارو رییس مولوي کریم شاه، د لغمان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امر مولوي نورالهادي چپاو، د علماوو شورا غړي او د سیمې د متنفذینو استازي شامل وو.
ټاکل شوي پلاوي په یاده ولسوالۍ کې له دواړو خواوو سره اوږدې ناستې او مشورې وکړې، چې وروسته دواړو خواوو د اسلامي شریعت پر بنسټ د علماوو له خوا وړاندیز شوې پرېکړه ومنله او په خپله خوښه یې پرېکړې لاسلیک کړې.
د هوکړې له مخې، دواړه خواوو له دښمنۍ لاس واخيست او ترمنځ يي د دوستۍ او ورورولۍ د فضاء په رامنځته کولو سره يو بل وبښل.

