د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۱/۲۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۴/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې یو زر او ۲۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته زره او ۲۷۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي کمېټې له لوري له یو زر او ۱۷۰ کورنیو سره ټولې نهه میلیونه او ۴۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا بندر کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: اسلام کلا کې اته زره او ۲۷۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۴۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همداراز ۷۴۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۸ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۳۷۱ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹۶ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۹۱۳ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۹۱۳ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ کمېټه:
له سپین بولدک څخه څلور کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵ تنه و، کابل او هرات ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۳۰ ززه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي کمېټې له لوري له ۳۳ کورنیو سره ټولې ۲۸۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
خواړه: په سپین بولدک کې ۹۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۱۳ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۰ سیمکارتونه، چې وړیا دقیقې او انټرنټي بستې پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او یادو کورنیو ۲۰۷ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۴ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۱ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي کمېټې له لوري له ۳۷ کورنیو سره ټولې ۳۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، په اړه پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۴ عدده سیمکارتونه، چې وړیا دقیقې او انټرنټي بستې پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د ټرانسپورت کمېټه:
له بهرامچې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته نهه زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له یوې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل-مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۷۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۵۳۲ تنه و، جوزجان، بغلان، تخار، بلخ، کندوز، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه ملیونه، ۴۳۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
ټولیز ارقام:
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۵۷۶ کورنۍ او نهه زره او ۸۴۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۸۱۹ کورنۍ او څلور زره او ۱۰۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۴۳۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۵۷ عدده

