د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د کندهار د ملي پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۵۲۵ تنه او د کندوز د ملي پولیسو له روزنیزو مرکز څخه ۳۷۸ تنه ځوان منسوبین له عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کې مسوولینو، منسوبینو، علماوو کرامو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې د کندهار ولایت د پولیسو د روزنیز مرکز د فراغت په غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلي دي چې امنیتي ځواکونه د اسلامي نظام بنسټ او ستنې دي.
نوموړي زیاته کړې: “موږ باور لرو هغه امنیتي ځواکونه چې د ایمان، اخلاص او مسلکي زده کړو پر بنسټ روزل شوي، خپلې ټولې هڅې به د وطن د ساتنې، د نظام د ټینګښت او د اسلامي شریعت د پلي کولو لپاره په کار واچوي.”
ملا عبدالغني برادر له ټولو فارغ شویو منسوبینو غوښتنه کړې چې خپل ولس ته خدمت وکړي، فساد ته نه ووایي او د شهیدانو ارمانونه ژوندي وساتي.
دغه راز، نورو مسوولینو هم په خپلو خبرو کې د پولیسو پر عقیدتي او مسلکي زده کړو ټینګار کړی او لارښوونه یې کړې، چې د ولس سره ښه چلند وکړي او خپلې دندې په صداقت او ریښتینولۍ تر سره کړي

