ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له عالي کمېشنر سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له عالي کمېشنر ښاغلي فلیپو ګراندي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

ښاغلي فلیپو ګراندي په خپل سفر کې، د اسلامي امارت له مسوولینو سره د لیدنو ترڅنګ، په افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا مهال راستنېدونکي کډوالو ته د بېړنیو مرستو او له ټولنې سره د دوی د بیا ادغام ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

 نوموړي ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري به پر خپلو پخوانیو مرستو سربېره د کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې هم همکاري کوي.

ښاغلي ګراندي زیاته کړې، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د ډله‌ییز ایستلو لړۍ لا هم روانه ده، خو اسلامي امارت توانېدلی دا وضعیت په ښه ډول مدیریت کړي، چې دا د ستاینې وړ دی.

نوموړي همداراز ویلي، چې د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت یې له نږدې ارزولی او دا موضوع به له اړوندو نړیوالو ارګانونو سره هم شریکه کړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ښاغلي فلیپو ګراندي او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له همکاریو مننه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده، ان تر دې چې یوازې د اسلام‌قلعه له بندر څخه هره ورځ ۳۰ تر ۳۵ زره کډوال راستنېږي، چې دا چاره له ګڼو ستونزو سره مل ده.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت هر هغه میکانیزم ته ښه راغلاست وایي، چې د کډوالو ستونزې حل کوي او د دایمي استوګنې، بیا ادغام او نورو اړوندو برخو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او نورو مرستندویه سازمانونو د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي.