د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دې وزارت د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې د افغانستان سوداګري له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو ته پراخه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال په ټول هېواد کې د صنعتي پارکونو جوړولو او د زیربنایي پروژو د بشپړولو لپاره څه باندې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
ښاغلي عزیزي دغهراز د صنعتي سیمو د قانون توشیح او د هغه طرزالعمل تصویب، چې د سوداګرو او صنعتکارانو د اسانتیاوو د تنظیم لپاره جوړ شوی، د تېر کال مهمې لاسته راوړنې بللې دي.
د نورالدین عزیزی په خبره، د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت نږدې ۱۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی او د افغانستان له لارې د څه باندې ۸ میلیونه ټنو سوداګریزو توکو ترانزیټ شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ناخالصو کورنيو تولیداتو ۱۰ سلنه زیاتوالی، د سوداګرۍ د کچې ۱۰ سلنه وده، د صادراتو ۲۵ سلنه زیاتوالی، د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګې راجذبول او له ۱۰۰ څخه زیاتې نوې دندې رامنځته کول د دغه وزارت د کاري پلانونو برخه ګڼلې ده.

