د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې په کابل ښار کې د اسان خدمت زړو مکروریانو مرکز د روان ۱۴۰۴ کال له پیل تر اوسه درې زره او ۹۰۷ کسانو ته د بهرنیو چارو وزارت اړوند قونسلي خدمتونه وړاندې کړې دي.
یاده اداره زیاتوي، د دې تر څنګ په یاد مرکز کې ۲۲ زره او ۷۳۳ نوې برېښنایي پېژندپاڼې، پینځه زره او ۷۱۴ زېږون کارتونه او همدارنګه درې زره او ۴۲۵ کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د اسان خدمت زړو مکروریانو مرکز عمومي مدیر وليباز خان کارګر وايي، چې یاد مرکز ته په ورځني ډول شاوخوا ۱۰۰۰ غوښتونکي د برېښنایي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او قونسلي خدمتونو د ترلاسهکولو په موخه مراجعه کوي.
همدارنګه ښاغلی کرګر زیاتوي، چې په یاد مرکز کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې مراجعینو ته د پېژندپاڼې نوېکولو، د پېژندپاڼو اصلاح او د ودونو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.
په دې مرکز کې د برېښنایي پېژندپاڼو غوښتونکي د خدمتونو له چټک بهیر او د کارکوونکو له چلن خوښ دی او وايي، چې د نورو وېش څانګو په پرتله د اسان خدمت په مرکزونو کې په چټکۍ کار پر مخ ځي او هېوادوال په ډېره کمه موده کې خپلې برېښنایي پېژندپاڼې او نور اړوند خدمتونه ترلاسه کولای شي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هېوادوالو ته د اسانتیا په موخه د اسان خدمت مرکزونه رامنځته کړي دي، چې په لنډ ممکن وخت کې بېلابېل عامه خدمتونه وړاندې کوي، له دې ډلې د کابل ښار په زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز کې د برېښنایي پېژندپاڼو، زېږون کارت وېش او تر وېش وروسته خدمتونو سربېره پهکې هېوادوالو ته د بهرنیو چارو وزارت اړوند قونسلي خدمتونه هم وړاندې کېږي.

