د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د میدان وردګو ولایت د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه شاوخوا ۴۲۰ تنه منسوبین له عقیدتي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.
د فراغت په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله نجیب، د ښوونې او روزنې لوی قومندان پاسوال قاري روح الله عبیده او د یاد وزارت یو شمېر نورو مسوولین ګډون کړی وو.
مسولینو په دې مراسمو کې د زده کړیالانو هڅې ستایلي او له خلکو سره پر نېک چلند او د ولس پر خدمت یې ټینګار کړی.

