ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا د استخباراتو اعتراف؛ افغانستان کې د داعش ډله ځپل شوې

“سي اېن اېن” ټلویزیون په خپل راپور کې د امریکا د دوو استخباراتي چارواکو له قوله ویلي، چې اسلامي امارت افغانستان کې د داعش ډله ځپلې او افغانستان کې د القاعده ډلې د بیا را ژوندي کېدو امکان نشته.

“د متحده ایالاتو د استخباراتو نوې ارزونې ښیي، چې افغانستان کې د القاعده د بیا را ژوندي کېدو احتمال نشته او دې هېواد کې د اسلامي امارت له لوري د تروریزم ضد عملیاتو داعش ډله ځپلې، چې په ورستیو کې یې مشران له افغانستان څخه تښتېدلي دي. “

اسلامي امارت بیا وايي، چې افغانستان کې وسله‌والې ډلې شتون نه لري او هېچا ته د دې اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: ” د داعش پر وړاندې ډېر ښه ګامونه اخیستل شوي او د نابودۍ سرحد ته رسېدلي؛ دا یو واقعیت دی او افغانستان اوس امن دی. په ټولییزه توګه دلته ډاډ حاصل دی او د پانګونې، سوداګرۍ، بیارغونې او ښې حکومتولي لپاره زمینه مساعده ده. “

د دې تر څنګ د چارو شنونکي د امنیت په ټینګښت کې د اسلامي امارت هڅې ستایي او وايي؛ ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې افغانستان نړۍ ته نا امنه وښيي.

د پوځي چارو شنونکی احمد خان اندړ: “د افغانستان اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې ټول هېواد کې سراسري امنیت، چې د ټولو افغانانو هیله وه، تامین کړی او د هغو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د داعش پر ضد یې بریالي ګامونه اخیستي، ټینګه مبارزه یې ورسره کړې او هغوی یې له هېواده ورک کړي دي. “

د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت ځواکونو د داعش پر ضد بېلا بېل بریالي عملیات ترسره کړي او د دې ډلې پټنځایونه او غړي یې له منځه وړي دي.