د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال اسحاق ډار او راغلي
پلاوي سره لیدنه کړې ده.
د کورنيو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې خلیفه سراجالدین حقاني، کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر د افغانستان، پاکستان او
اوزبیکستان ترمنځ د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړې د لاسلیک له امله یو مهم پرمختګ بللی دی.
نوموړي دغه هوکړه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراخېدو لپاره بنسټیز ګام ګڼلی دی.
د کورنيو چارو وزير دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ارزښتونو، دیني او فرهنګي پیوستون، تاریخي اړیکو، متقابلې
همکارۍ او د ګډو اقتصادي فرصتونو یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې دا مشترکات باید د عملي همکاریو بنسټ وګرځي.
همدا رنګه، اسحاق ډار د افغان – ټرانس پروژې شونتیا د څېړنې هوکړه یو ستر پرمختګ ياد کړی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ
د تاریخي، ښه ګاونډیتوب او لا ښو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت، او سیاسي هوکړې په برخو کې د
دوامداره او رغنده همکاریو هیله څرګنده کړې ده.

