ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکمنستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه کړې

ترکمنستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي فضل محمد صابر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال احمد قربانوف سره  لیدنه کړې.

عشق‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو په ځانګړي ډول د ټاپي، اوسپنې پټلۍ او ټاپ پروژو، سوداګرۍ او هلته مېشتو افغانانو ته د لازياتو اسانتياوو په رامنځته کولو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو دغه راز دوه‌اړخیزې اړیکې ارزښتناکې بللي او پر لا پیاوړتیا يې ټينګار کړی دی.