ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزیر د اوزبيکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د اوزبيکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف، د دې هېواد ټرانسپورټ وزیر ښاغلي الهام او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مولوي ابراهیم صدر، اداري مرستیال مولوي رحمت الله نجیب، د تامیناتو مرستیال مولوي عبدالله مختار او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.

د اوزبيکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژې اړوند ناستو او د درې‌اړخیزې هوکړې د لاسلیک جزئیات شریک کړي او د دې سترې سیمه‌ییزې پروژې پر پرمختګ یې خوښي څرګنده کړې ده.

نوموړي د افغانستان، اوزبيکستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختيا، د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ ژورتیا او افغانستان سره د اوزبيکستان د صادراتو او وارداتو کچې د تېر کال په پرتله نږدې درې برابره لوړوالي ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړې ده.

ښاغلي سعیدوف ویلي، چې اوزبيکستان د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو ازادېدو، د افغان کډوالو ستونزو حل او په نړیوالو ناستو کې د افغان حکومت فعال ګډون غوښتونکی دی.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د یاد پلاوي د تود هرکلي ترڅنګ، د اوزبيکستان د نېک نیت، رغنده همکارۍ او د افغان ملت سره د ورورلۍ د روحیې مننه یې کړې ده.

دغه‌راز نوموړي د ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ پروژې د پرمختګ ستاینه کړې او هیله یې ښودلې چې دا پروژه به د یادو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو مهم پرمختګ وي.

ښاغلي حقاني ويلي، چې افغانستان غواړي له اوزبيکستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.