د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بریټانیا د سفارت له شارژدافیر رابرت ډکسن او د افغانستان لپاره د یاد هېواد له نوي ټاکل شوي استازي ریچارد لینزي سره لیدنه کړې.
یاده ناسته چې د پاکستان او ایران څخه په جبري ډول راستنو شویو افغانانو ته د لاسنیوي او بشري مرستو په موخه ځانګړې شوې وه، پکې ښاغلي رابرت ډکسن د اسلامي امارت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د بریټانیا حکومت د افغان راستنېدونکو د لاسنیوي په موخه ۱.۱ میلیارده افغانۍ مرسته کړې، چې د ملګرو ملتونو له لارې به مصرف شي.
نوموړي زیاته کړې، چې لندن به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او همدارنګه به له اسلامي امارت سره خبرې او لیدنې جاري وساتي.
د ناستې پر دوام د افعانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي له اسلامي امارت سره د نړۍ پر اړیکو خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې شته مسایل باید د خبرو له لارې حل شي.
مولوي عبدالکبیر د بریټانیا ډیپلوماتانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره د بریټانیا د بشري مرستو ستاینه کړې او ویلي یې دي، اسلامي امارت د راستنېدونکو خدمت ته ژمن دی او دا مهال په پولو کې اړین خدمات راستنېدونکو ته وړاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان راستنېدونکي د خپلو سیمو د استوګنې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
مولوي عبدالکبیر د کډوالو د ښارګوټو په جوړولو کې د بریټانیا حکومت د مرستو غوښتنه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د ښارګوټو په رغولو سره به د بیاکډوال کېدو مخنیوی وشي.
د ناستې په پای کې نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته رسېدنه کړې او د بریټانیا په ګډون غربي هېوادونه باید د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په برخه کې نور ځنډ ونه کړي.

