ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند دښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې مياشتني نظامي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت پلاوي مولوي تاج محمد “رهبر” ترڅنګ د ۲۰۵ البدر قول اردو مرستیال قوماندان جبار اغاصاحب، درستيزوال شیخ مولوي نقیب الله “عزیزي” او یو شمېر مسوولینو ګډون کړی وو.
مسوولینو د خپلو خبرو پرمهال وویل: چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او د خپلو مسووليتونو ترڅنګه د ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي ډګر کې ښه ګټه واخلئ.
د يادونې وړ ده، چې تردې مخکې هم د یاد روزنيز مرکز څخه اووه دورې منسوبين له نظامي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته فارغ او اسلام، هېواد او ولس ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.
د ۲۰۵ البدر قول اردو د ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

