ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولو فلسطیني شهیدانو خپور شوی نوملړ؛ ۹ ماشومان د زېږون په ورځ شهیدان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت د ټولو هغو فلسطیني شهیدانو نوملړ خپور کړی، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې شهیدان شوي دي.

په دې مستند نوملړ کې، چې په دوه زره او ۸۶ پاڼو کې چمتو شوی، د ۵۸ زره او ۳۸۰ شهیدانو نومونه، عمر، جنسیت او د ټولو د پېژندنې شمېرې ثبت شوې دي.

په یاد نوملړ کې شاوخوا ۹۵۳ له یوه کال کم‌عمره ماشومان هم ثبت شوي، چې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې شهیدان شوي. دغه‌راز ۹ داسې ماشومان هم پکې ثبت دي، چې د زېږون په ورځ شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې خپلو وحشتونو او بریدونو ته دوام ورکړی او په کلابنده تړانګه کې یې د فلسطینیانو نسل‌وژنه جاري ساتلې ده.

په دې بریدونو کې پر شهیدانو سربېره ۱۳۹ زره او ۶۰۷ فلسطینیان ټپیان شوي هم دي. لسګونه زره نور تر ویجاړیو او خارو لاندې بند پاتې دي.

د دې تر څنګ د ماشومانو په شمول د غزې اوسېدونکي د پرله‌پسې کلابندۍ له امله د لوږې او قحطۍ له جدي ناورین سره مخ دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې انروا وړاندې ویلي وو، چې د غزې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دی.

یادې ادارې خبرداری ورکړی و، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د دوام لرونکې کلابندۍ له امله په ټوله تړانګه کې د ماشومانو لوږه په چټکۍ سره خپرېږي.