ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتیکا پوهنتون د احاطې جوړولو چارې د څه‌باندې ۱۷ میلیون افغانیو په لکښت پیل شوې

د پکتیکا پوهنتون مسوولین وايي، چې د ۱۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنتون د احاطې جوړولو چارې د علماوو شورا رییس شیخ عبدالقدوس اعظمي، د پوهنتون رییس مولوي شبیراحمد عباس، معاونینو، رییسانو، استادانو، کارکوونکو، د بېلابېلو ادارو رییسانو او زده‌کړیالانو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

د یادې پروژې چارې له هغه نوي ماسټر پلان سره هم‌مهاله پیل شوې، چې له مخې یې پوهنتون ته ۳۴۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او ټاکل شوې چې روان کال کې به د احاطې ۷۰ سلنه کارونه بشپړ شي.

د پکتیکا د علماوو شورا رییس شیخ عبدالقدوس اعظمي ویلي، اکاډمیکو ځایونو ته پاملرنه اړینه ده او اسلامي امارت دې برخې ته ډېر کار کړی، خو پکتیکا پوهنتون لا هم ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري چې دا غږ به موږ له مسوولو چارواکو او ولایتي ادارې سره په ګډه تر مشرتابه پورې رسوو.

د پکتیکا پوهنتون رییس مولوي شبیراحمد عباس ویلي، د پوهنتون لپاره احاطه خورا اړینه وه، ځکه چې په دې کار سره د زده کړیالانو لپاره خوندي چاپیریال برابریږي او د شنو ساحو، ونو او نورو توکو په ساتنه کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړې، دا پروژه د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې تمویل شوې او د رسمي منظورۍ پر بنسټ یې چارې پیل شوې، چې ۷۰ سلنه کارونه به یې بشپړ شي.

ښاغلي عباس ویلي، د پوهنتون لپاره د بشپړې احاطې د درلودو لپاره نوري بودیجې ته هم اړتیا شته او تر هغو چې نوره بودیجه په لاس ورځي، په یادو پیسو به يې اوسنۍ چارې رواني وي.

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد طاهر سیف‌الجهاد ویلي، پوهنتون ته په نوي ماسټر پلان کې د اړتیا او غوښتنو پر بنسټ ځمکه ځانګړې شوې، ځکه په پخواني پلان کې ځانګړې شوې ځمکه کافي نه وه.

نوموړي زیاته کړې، اوسنی پلان د پوهنتون د ټولو ودانیو، پوهنځیو او ملحقاتو اړتیاوې پوره کولای شي.

د پوهنتون یوه تن زده‌کړیال ویلي، د احاطې په جوړېدو سره به زده‌کړیالانو او استادانو ته خوندي چاپېریال برابر شي او د شنو ساحو او ونو ساتنه به پیاوړې شي.