ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٥٠٠ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، د ٢٠٣ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٥٠٠ تنه منسوبین له درې مياشتنيو بېلابېلو نظامي مسلکي او عقیدوي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د ٢٠٣ منصوري قول اردو قوماندان قاري محمد اسماعيل “راسخ”، د عبدالله بن مسعود رض د جګړه‌یزو زدکړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله “مدني”، د ٢٠١ خالید بن ولید قول اردو مرستيال مولوي محمد “نظامي”، علماء کرامو او ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.

مسوولینو په خپلو خبرو کې ویلي، اسلامي نظام په تقوا، علم، ایمان او عدالت باندې ولاړ دی، د اسلامي نظام د نفاذ، حاکمیت او پایښت لپاره په اسلامي او عقیدوي روحیه سمباله مسلکي ملي اسلامي اردو شتون تر ټولو مهم او ضروري دی.

همدارنګه دوی فارغانو ته په خطاب کې ویلي، چې د بیت المال ساتنه وکړئ، د هېوادوالو سره ښه سلوک وکړئ او خپلې ترلاسه کړي زده کړې نورو منسوبینو ته هم ور زده کړئ.

 په پای کې تازه فارغ شویو منسوبینو له لوري د بېلابېلو نظامي او مسلکي زده کړو عملي نندارې وړاندې شوې او مراسم فارغانو ته د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.