ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر سوریه د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه؛ احمد الشرع: له جګړې وېره نه لرو، خو د سوریې د خلکو ګټې مو لومړیتوب دي

اسرائیلي یرغلګرو پرون (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت پر ودانۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه هوايي بریدونه کړي دي.

سربېره پر دې صهیونیستي عسکرو د سوریې په سویل کې د سویداء ښار ته څېرمه پر هغو سیمو هم بریدونه کړي، چې د دروز ملېشو، بدوي توکمونو او امنیتي ځواکونو تر منځ له څه باندې څلورو ورځو راهیسې جګړه پکې روانه وه.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو په بریدونو کې درې کسان ژوند بایللی او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې (SOHR) ویلي، چې د سویداء ښار په نښتو کې بیا له ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

اسرائیلي رژیم، چې له وړاندې یې د جولان لوړې اشغال کړې، د خپلو بریدونو موخه د دروز توکمو ساتنه ګڼلې او هغه یې خپل متحدین یاد کړي دي.

صهیونیستي یرغلګرو ویلي، هغه دولتي ځواکونه یې په نښه کړي، چې پر دروزو یې بریدونه کول. سوریې دا ادعا رد کړې او پر خپله خاوره یې د اسرائیلي رژیم بریدونه ښکاره تېری ګڼلی دی.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د اسرائیلي یرغلګرو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې له جګړه وېره نه لرو، خو د ویجاړۍ پر ځای مو د سوریې د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.

نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې ټینګار کړی، چې که د سوریې د خلکو کرامت وګواښل شي، جګړې ته چمتو یو.

ښاغلي الشرع د دروز وګړو ساتنه د سوریې د حکومت له لومړیتوبونو څخه بللې اویلي یې دي: “موږ یې د حقونو او ازادیو ساتلو مسول یو او دا زموږ لومړیتوب دی.”