ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند ښوراب ښونیز او روزنيز مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند ښوراب ښونیز او روزنيز مرکز څخه ۱۲۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې مياشتني نظامي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې  فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت څخه تللی پلاوی د مولوي تاج محمد “رهبر” په مشرۍ سربيره د ۲۱۵ عزم قول اردو درستيزوال ملا نصيب اللّٰه “زبير”، د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه “عبيده”، علماء کرامو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر مسوولینو ګډون کړی وو.

د ښوراب ښوونيز او روزنيز مرکز قوماندان مولوي احسان اللّٰه “عبيده” د خپلو خبرو پرمهال ویلي: ” چې د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او خپلو مسوليتونو ته متوجه شئ، د شهیدانو ویني هیرې نه کړئ او د هېوادوالو سره نېک چلند وکړئ همداراز يې له تازه فارغ شوو منسوبينو وغوښتل چې د ترلاسه کړو زده کړو څخه په عملي ډګر کې ښه او پوره ګټه واخلی”.

د يادونې وړ ده، چې تردې وړاندې هم د یاد مرکز څخه اووه دورې منسوبين له نظامي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته فارغ او د اسلام، هېواد او ولس ته د خدمت په موخه وړاندې شوې دي.