د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چارو ادارې اړوند د ملي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري د ظرفیت لوړونې په موخه د اونیز سیمینار په وروستۍ غونډه کې د ولایتونو د دفترونو ته رییسانو وینا کړې.
ښاغلي وزیر د ګډونوالو خدمات ستایلي او د ولایتونو د دفترونو رییسان یې د دولت او ولس ترمنځ د اړیکې مهم پل بللي او زیاته کړې یې ده، چې پر رییسانو د ادارې ستر مسوولیت پروت دی، له خلکو سره د نږدې اړیکو ساتل د نظام د اعتماد بنسټ جوړوي.
خلیفه سراج الدین حقاني همداراز ویلي، د اسلامي نظام اعاده او د شریعت تطبیق یو ستر مسوولیت دی، چې ډېر اخلاص، زحمت او هڅو ته اړتیا لري، موږ باید په ټول وس د نظام د نېک نامۍ لپاره کار وکړو.
په پای کې ښاغلي وزیر د رییسانو ستونزې اورېدلې او د اصلاح لپاره یې مشورې اخیستې او ډاډ یې ورکړی چې د یادو ستونزو د حل په موخه به لازم اقدامات وشي.
خلیفه سراج الدین حقاني: د ولایتونو د دفترونو رییسان د دولت او ولس تر منځ د اړیکې مهم پل دي

