ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

احمد الشرع: د سوریي د تجزیه کېدو لپاره به د اسرائیلو هڅې له ماتې سره مخ شي

د سوریې پر پلازمېنه د مشق کې پر یو شمېر نظامي او غیر نظامي تاسیساتو د صهیونیسي رژیم له لوري تر بریدونو وروسته، د یاد هېواد د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې د سوریي د تجزیه کېدو لپاره به د اسرائیلو هڅې له ماتې سره مخ شي.

د الجزیرې د راپور له مخې، احمد الشرع  ټینګار کړی، اسرائیلو ته به هېڅکله اجازه ورنه کړي، چې سوریه د جګړې ډګر وګرځوي.

ښاغلي الشرع زیاته کړې:«موږ له جګړې وېره نه لرو، خو د سوریې د خلکو ګټې د ورانۍ پر ځای غوره ګڼو.»

نوموړي ګواښ کړی، چې که د سوریې د خلکو کرامت ته ګواښ پېښ شي، نو دوی جګړې ته چمتو دي.

اسرائیلو د سوریې په پلازمېنه دمشق کې پر دفاع وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه هوايي بریدونه کړي دي.

د سوریې عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان ټپيان شوي دي.