ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت پر سوریې د اسرائیلي رژيم بريدونه په کلکه وغندل

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائیلي رژيم له لوري د سوريې پر خاوره، په ځانګړې توګه پر پلازمېنه دمشق او نورو ځایونو ترسره شوي بريدونه په کلکو ټکو وغندل.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، دغه ډول تېري نه یوازې د یوه خپلواک دولت د حاکمیت نقض دی، بلکې د ټولې سيمې د لا بې‌ثباته کولو او هرج و مرج خپرولو سيستماتيک جنايت دی.

 په دې اعلامیه کې اسلامي امارت په سيمه کې پر اغېزناکو هېوادونو او سازمانونو غږ کړی، چې د دغو تېریو پر وړاندې خپل مسولیت ادا کړي او د اسرائیلي رژیم دغه ډول تېري ژر تر ژره ودروي او د سوریې د ولس او مشروع حکومت خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی ولري.