د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د رها موسسې په همکارۍ د افغانستان د بېلابېلو حکومتي ادارو د لوړ پوړو مسولینو په ګډون د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې د راپور چمتو کولو په تړاو ناسته او بحث وشو.
په پيل کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص د یاد راپور د ارزښت په تړاو بحث کړی او د هېواد د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون منفي تاثیراتو، د څلورو لسیزو د جګړو تخریبي پایلو او نورو جدي چاپېریالي ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، چې زموږ طبیعت له کلونو راهیسې د جګړو، اقلیمي بدلون، وچکالیو، غیرې مترقبه ښاري پراختیا او ناقانونه استوګنو له امله سخت زیانمن شوی دی. د چاپېریالي راپور چمتو کول یو اساسي ګام دی، تر څو موږ د حالاتو کره انځور وړاندې کړو، د پالیسیو لپاره دقیق بنسټونه کېږدو او نړیوال ملاتړ جذب کړو.
ښاغلي خالص زیاته کړې، چې په وروستیو کې يې د چاپېریال ساتنې په برخه کې مهمو ملي او نړیوالو پرمختګونو ته زمینه برابره کړې ده.
د مولوي مطیعالحق خالص په خبره، د چاپېریال او اقلیمي بدلون اړوند په نړيوالو کنفرانسونو او غونډو کې فعال ګډون شوی، تعلیق شوې پروژې بېرته پیل شوې، نوې پروژې جلب شوې او د اقلیمي بدلون او چاپېریال مالي صندوقونو ته لاسرسی تأمین شوی، چې دغه هڅې به د چاپېریال د مدیریت، احیا، پالنې او خلکو ته د خدماتو پراخولو لپاره بنسټیز بدلون راولي.
د رها موسسې مرستیال انجنیر عزتالله صدیقي د چاپېریالي راپور د جوړښت، منځپانګې، نړیوالو معیارونو او اړینو تخنیکي اجزاوو په اړه مفصل پرزنټېشن وړاندې کړی دی.
نوموړي ویلي، چې راپور به د کره معلوماتو، شفاف تحلیل، سیمهییزو ځانګړتیاوو او واقعي وړاندیزونو پر بنسټ چمتو شي.
د بحث په دوام د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ، کور او ښار جوړولو، کډوالو او بېرته راستنېدونکو، اطلاعاتو او کلتور، اوبو او انرژۍ او عامي روغتیا وزارتونو مرستیالانو او استازو ویناوې کړې دي.
دوی د خپلو ادارو نظریات او وړاندیزونه شریک کړي او ټینګار یې کړی، چې راپور باید ملي، همهشموله او له تخنیکي اړخه پیاوړی وي، تر څو د پالیسۍ جوړونې، نړیوالو همکاریو او د چاپېریال ښهوالي لپاره عملي لاره هواره کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس یو ځل بیا د ګډونوالو له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا بهیر به د شفافیت، همکارۍ او ملي ارادې پر بنسټ پر مخ وړل کېږي.
په پای کې پرېکړه شوې، چې د هېواد د چاپېریالي وضعیت راپور چمتو کول به د ټولو شریکانو په همغږۍ سره بشپړ شي.

