د ټولګټو وزارت وايي، چې د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو د بيارغونې چارې جریان لري او د کار د چټکتیا او په ښه بڼه د پرمختګ په موخه یاده لویه لاره د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د ټیلري موټرونو په ګډون د ټولو بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل کیږي.
یاد وزارت زیاتوي، یوازې هغو کوچنیو بار وړونکو وسایطو ته د تګ اجازه ورکول کیږي، چې په جنوبي سالنګ کې له بدیل مسیر څخه تګ راتګ کولای شي.
سربېره پر دې ټول کوچني او لوی مسافر وړونکي وسایط د (۳۰۳، ۴۰۴ او ۵۸۰) موټرونو په شمول په ۲۴ ساعته ډول له چمتو شوي بدیل (فرعي) مسیر څخه تګ راتګ کولای شي.
ټولګټو وزارت د بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ په موخه د دوشي-بامیان د ښکاري درې سړک د ترمیم او هوار کارۍ چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړې او کار يې په عملي بڼه جریان لري، چې له ترمیم او پراخولو وروسته به باروړونکي وسایط پر دې سړک تګ راتګ وکړي.
یاد وزارت له ټولو هېوادوالو او موټر چلوونکو غوښتي، چی د سالنګونو لويې لارې د سږ کال د پلان شویو برخو د چارو تر بشپړېدو پورې له زغم څخه کار واخلي.

