ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالباقي حقاني: د هېواد په ۷ زونونو کې د ازموینو واحدونه فعال شوي

د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح لړۍ نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲۵مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې پیل شوه.

د دې لړۍ په پیل کې د ازموینو ملي ادارې مسولینو خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دې ادارې لوی رییس شیخ عبدالباقي حقاني ویلي، چې د هېواد په ۷ زونونو (هرات، کندهار، بلخ، پکتیا، کندوز، بامیان، ننګرهار) کې د ازموینو واحدونه فعال شوي دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د کانکور، ماسټرۍ، دیني مدارسو، ایګزیټ او تخصصي ازموینو لپاره د پوښتنو جلا بانکونه جوړ شوي. دغه‌راز ۴۰ زره نوې معیاري پوښتنې د کانکور بانک ته زیاتې شوې دي.

د یادې ادارې د مسولینو په وینا، په ۱۴۰۴ کال کې د ازموینو ملي ادارې له لوري ۲۱۰ زره او ۹۶۱ کسانو ته د ۸ ډله‌ییزو ازموینو له لارې شفاف، عادلانه او معیاري خدمتونه وړاندې شوي دي.

سربېره پر دې د لومړي ځل لپاره د کانکور فورمې په انلاین بڼه وېشل شوې، د نوم لیکنې سیسټم عصري شوی او زرګونه محصلین له دې اسانتیا څخه برخمن شوي دي.

د ازموینو ملي ادارې مسولینو ویلي، موخه مو دا ده چې ازموینه د شایسته‌سالارۍ، عدالت او پرمختګ معیار وګرځي او د سیمې او نړۍ له تجربو څخه په ګټې اخیستنې د ازموینو یو نوی افغاني او معیاري سیسټم رامنځته کړو.

یادې ادارې ژمنه کړې، چې د روڼتیا، عدالت او ټکنالوژۍ له لارې به هره ازموینه په عالانه ډول اخیستل کېږي.

مسولینو ټینګار کړی، چې د بایومټریک له لارې د بدیل ګډون مخه نیول شوې او که هر څوک خپل حق غواړي، بايد له رڼي او شفافې ازمويني تېر شي. همدا زموز راتلونکي جوړوي.