د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
غونډې ته له اجنډا سره سم په لغمان ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سوداګرۍ مارکېټ جوړولو او د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړولو طرحې د تاییدۍ لپاره وړاندې شوې. له هر اړخیزې ارزونې وروسته یادې طرحې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې له لوري تایید وړ وبلل شوې.
دغهراز دې غونډه ته په کابل ښار کې د سوداګریز او استوکنیز مارکېټ جوړولو او همداراز د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ستراتیژیک چوکاټ جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوې.
د یادو طرحو د هر اړخیزې ارزونې لپاره کمېټې وټاکل شوې، څو په ټاکلي وخت خپل راپورونه د پانګونې بین الوزارتي کمېټې سره شریک کړي.

