د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د هېواد دننه او بهر مېشتو افغانانو د هویت د چټک او اسان تثبیت په موخه د شهروندانو سېسټم بېرته فعال کړ.
یاد سېسټم، چې د سکن فایل ترڅنګ د هویت د تثبیت ملي سېسټم برخه ده، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د لوی رییس عبدالقاهر حاجي ادریس، د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم رییس مولوي نصیراحمد مدني او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې پرانیستل شو.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې دغه سېسټم د افغانانو د هویت تثبیت په بهیر کې د پام وړ اسانتیا او چټکتیا رامنځته کوي او په لنډ وخت کې د زیاتو مراجعینو د چارو د ترسره کولو زمینه برابروي.
د یادونې وړ ده، چې دا سېسټم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همغږۍ د هویت تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست تر چتر لاندې بېرته فعال شوی دی.

