ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکې په غزه کې د نسل‌وژنې پر وړاندې د نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز له نړیوالې ټولنې غوښتني، چې په غزه کې د روانې نسل‌وژنې پر وړاندې بېړنی او جدي اقدام وکړي.

نوموړې دغه څرګندونې د ۳۰ هېوادونو د استازو په هغه غونډه کې کړې، چې د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره د سلا مشورو په موخه په کلمبیا کې جوړه شوې وه.

په یاده ناسته کې ډېری ګډونوالو په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو جګړه د فلسطینیانو نسل‌وژنه ګڼلې ده.

د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې په غزه کې له ۵۸ زره ډېر فلسطینیان شهیدان کړي. سربېره پر دې صهیونیستي عسکرو یاده تړانګه په بشپړ ډول کلابنده کړې، چې له امله یې د غزې ۲.۳ میلیونه وګړي له سخت بشري ناورین او لوږې سره مخ دي.

تازه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې انروا ویلي، چې د غزې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې په خوارځواکۍ اخته دی.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ټینګار کړی: “هر هېواد باید له اسرائیلو سره خپلې اړیکې د ارزولو تر څنګ وځنډوي… او ځان ډاډمن کړي، چې خصوصي سکټور یې هم همداسې کوي.”

نوموړې زیاته کړې: “د اسرائیلو اقتصاد د اشغال د دوام او ملاتړ لپاره، چې اوس نسل‌وژنه ده، جوړ شوی دی.”

اسرائیلي یرغلګرو له نړیوالو غبرګونونو سره-سره په غزه کې نسل وزنې ته دوام ورکړی او یوازې پرون سې‌شنبه یې لږ تر لږه ۶۱ فلسطینیان شهیدان کړي دي.