ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له بېلابېلو جزوتامونو څخه ۳۰۰ تنه ځوان منسوبین د یوې دورې تر بشپړولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي، د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې مرستیال قاري عبدالواصل نظري، د یادې فرقې درستیزوال ملا جاوید ناصر او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون کړی و.

د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رییس شیخ داد محمد محمدي فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، اسلامي نظام د علم، ایمان، تقوا او عدالت پر بنسټ ولاړ دی او ستاسو مسوولین هغه کسان دي چې خپل ژوند یې د علم، جهاد او اخلاص په لاره کې تېر کړی دی.

په پای کې فارغانو مسلکي زده کړې د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې او مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ، چې له اسلامي نظام څخه به په پوره هڅه دفاع او ملاتړ کوي. مراسم د فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو پای ته ورسېدل.