ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال: نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ژمنې عملي کړي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له جرمونو او نشه‌يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو ان او ډې سي) له عملیاتي رییس یومتیاسن، د افغانستان د چارو مسولې موریل جوردن او د دې ادارې د دفتر رییس پولیک اوک سیري سره د لیدنې پر مهال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې ژمنې عملي کړي.

نوموړي ویلي: «د اسلامي امارت له حاکمیت مخکې افغانستان د نشه‌يي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کوکنارو کرکېله په پراخه کچه کمه شوې او نږدې صفر ته رسېدلې ده.»

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د نشه‌يي توکو پر ضد عملي او جدي اقدامات کړي، خو نړیوالې ټولنې تر اوسه خپلې ژمنې، چې بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول او د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ سرچینې برابرول دي، نه دي پوره کړې.

هغه ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ملت پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي او د بدیلو کرنیزو فرصتونو، بنسټیزو پروژو جوړولو او بزګرانو ته د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې فعاله او اغېزمن رول ولوبوي.

د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله په تېرو دوو کلونو کې له ۹۰ سلنې ډېره کمه شوې، خو د اړین ملاتړ نشتوالي بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې لیدنه کې د (یو ان او ډې سي) دفتر مسولینو ویلي، باید هغو بزګرانو ته چې پخوا یې کوکنار کرل، اړینې مرستې برابرې شي او دوی ته کرنیز بدیلونه وړاندي شي.

هغوی زیاته کړې، چې هڅه کوي د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسبه بازار موندنه وکړي، تر څو بزګران ښه او تلپاتې عاید ولري.

د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست په کمه بودیجه د کوکنارو د کرکیلې په کمولو کې موثر ګامونه پورته کړي، خو دا بودیجه بسنه نه کوي او د نړیوالې ټولنې پراخه همکاریو ته اړتیا ده.