ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیال سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یو ان ډي پي» له مرستیال دویل موکرجي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د هېواد د ځینې ولسوالیو د پراختیايي پروژو په اړه خبرې شوې دي.

دویل موکرجي د کندهار د تخته‌پُل، د ننګرهار د حصارک او د پکتیکا د ارګون ولسوالیو د روانو پروژو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د سړو خونو، د کب او چرګانو د روزنې، مالدارۍ، د چیک‌ډېمونو جوړولو او بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې هم پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

مولوي صدراعظم عثماني د یادو پروګرامونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی، چې پروژې باید د کرنې وزارت په سلا مشورې او همغږۍ سره تطبیق شي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د بزګرانو او مالدارانو ژوند ښه شي او که پروژې د همغږۍ او مشورې له لارې پر مخ ولاړې شي، اغېزمنتیا به یې لا زیاته شي.

د ښاغلي عثماني په وینا، د کرنې او مالدارۍ له متخصصینو څخه یوه تخنیکي کمیټه فعاله ده او له دې امله یې د پروژو د طرحې او تطبیق په برخه کې د لا زیاتو همغږیو غوښتنه کړې، تر څو د پروژو کیفیت او اغېزمنتیا لوړه شي.

په پای کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې ادارې له بنسټیزو همکاریو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د کرنې وزارت د پروژو د ښه تطبیق لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام «یو ان ډي پي» د کرنې وزارت له نږدې همکارانو څخه دی، چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د اوبولګولو، د اوبو د زېرمو او د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په برخو کې فعالیت کوي.