د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د چین له ولسمشر شي چین پینګ سره په بیجېنګ کې وکتل.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، سرحدي ستونزو او سوداګریزو موضوعاتو خبرې کړې دي.
دغه راز جې شنکر د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګيي سره هم پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
په تېرو شپږو کلونو کې دا چین ته د لوړ پوړي هندي چارواکي لومړی سفر ګڼل شوی دی.

